په ژوندی پڼه خپرونه
    د انګلستان د سنا مجلس غړی: روسیې د کریمیا داوسیدونکو ارمان پوره کړ او هغه یې بیرته خپله کړه

    کارګر ګوند د يو اقليت حکومت د جوړولو غږ کړی دي

    © AFP 2017/ Kirsty Wigglesworth
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 90 0 0

    دبرتانیا د کارګر ګوند په پارلمان کې د ايتلاف د پلان سر مخالف دي خو د يو اقليت حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.

    دامطلب BBC 4 دګوند داستازي جان مکدونيلا له قوله ورکړی دي.« موږ نیت لرو چې په هېواد کې د يو اقليت حکومت جوړ کړو». دامطلب مکدونيلا پځپل توييتر پاڼه کې لیکلی دي. په انګلستان کې د پارلمان دپاره عمومي ټاکنې د پنجشنبی په ورځ د جون په اتمه تر سره شوي. د نن ورځي دجمعي په سهار (د کابل پر وخت په ۱۱ بجو) محافظه کار ګوند ۳۱۴ څوکۍ، کار يا کارګر ګوند ۲۶۱، او دريم ځای د سکاتليند ملي ګوند ۳۵ څوکۍ ګټلي دي. لیبرال دیموکرات ګوند ۱۲ څوکۍ د دمکرات ګوند اتحادئي ۱۰ څوکۍ او د خپلواکۍ ګوند — ښی اړخه ګوند يوه څوکۍ هم نه ده ګټلي. هیڅ ګوند مطلق اکثريت نه دی ګتلی. سره له دې چې محافظه کار ګوند مخکې ۳۳۰ څوکۍ درلودلي. داپه دې مانا چې پارلمان اوس په يو «ځوړند » حالت کې دي. او ګوند کوښښ کوي چې د نورو ګوندونو سره ايتلاف جوړ کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی