په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان اتباع د سیا په پټو زندانونو کی شکنجه کیدل

    د امریکا لوی درستيز : امریکا باید زیات ځواکونه افغانستان ته واستوي

    © Flickr/ DVIDSHUB / Ken Scar
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    19610

    د امریکا متحده ايالاتو لوی درستيز د سنا په مجلس کې ویلي دي چې امریکا بايد په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمير زیات کړي.

    سپوتنيک د تسنيم اژانس په قول وائي چې د متحده ايالاتو لوی درستيز مارک میلي د سنا دبودجي په کميته کې په افغانستان کې د امريکائی پو ځیانو دزياتېدو غوښتنه کړي ده. ده ویلي دي د افغانستان وضعه کړکېچنه ده او باید نور اضافي عسکر هغه هېواد ته وليږدول شي. ده وويل په افغانستان کې مو قرباني ورکړي بايد زيات عسکر وليږو. دامريکا دلوی درستيز دغه څرګندونې په داسي حال کې کیږي چې څو ورځي مخکې د امريکا متحده ايالاتو دسنا (کنګره) پخواني غړي ران پل ويلي و ، چې د اضافي عسکرو ليږل کومه ګټه نه لري. ده دامريکا د ځينو چارواکو په اړه چې بايد افغانستان ته پوځيان وليږو ویلي دي که افغانستان ته ۵۰۰ زره عسکر هم وليږو بياهم طالبانو ته ماتي نه شو ورکولی. ځکه ددې هدف له پاره بايد د ټول افغانستان خلګ له منځه يوسو. د امریکا د کنکري دغه پخواني غړي ويلي دي چې د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډټرمپ خپلو جنرالانو ته واک ورکړی چې پو ځي عمليات ترسره کړي خو هغوی ته ئي لارښوونه نه ده کړي ځکه دی پخپله هم نه پوهيږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی