په ژوندی پڼه خپرونه
    په مالي کې د ملګرو ملتونو درې سوله ساته عسکر وژل شوي دي

    په مالي کې د ملګرو ملتونو درې سوله ساته عسکر وژل شوي دي

    © AFP 2017/ Philippe Desmazes
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48 0 0

    د مالي په شمال ختيځ کې د يو بريد په ترځ کې دملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو درې عسکر وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

    دامطلب فرانسپرس اژانس په مالي کې دسوله ساته ځواکونو چې د ثبات ماموريت پر مخ وړي له قوله ورکړی دي. پرون د پنجشنبي په ورځ د کیدال په ښار کې د سوله ساته ځواکونو مرکز MINUSMA دهاوان او توغنديو تر بريدونو لاندې راغی لږ لږوروسته حمله له نږدې پيل شوه.- دامطلب په خبرتيا کې راغلی دی. په مالي کې د MINUSMA سوله ساتې ځواکونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دپرېکړي پر اساس ميشت دي. شمير ئي ۱۱،۲ زره تنه ته رسيږي. چې په منځ کې ئي احتیاطي عسکر هم موجود دي، چې ددې وړتيالری په چټکۍ سره فعاليت وکړي. په دغه هيواد کې د فرانسي ۴ زره عسکر هم موجود دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی