په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان ولسمشر: افغانستان د تروریزم پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې قرار لري

    افغان ولسمشر: افغانستان د تروریزم پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې قرار لري

    © AFP 2017/ Jim Watson
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    افغان جمهور رئیس دې ته په اشارې چې افغانستان د تروریزم پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې قرار لري زیاته کړه، دا مهال شل بین المللي تروریستي ډلې زموږ د خلکو پر ضد جنګېږي او موږ هره ورځ قرباني ورکوو.

    د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو اولسمه غونډه کې چې د قزاقستان پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

    جمهور رئیس د غونډې ګډون کوونکو هېوادونو ته د هند او پاکستان د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو په زیاتېدو سره همزمان د سیمې په کچه مسوولیتونه زیاتېږي.

    هغه په سیمه کې د شانګهای د همکاریو سازمان رول ته په اشارې وویل، په دې وروستیو کې د اسیا- اروپا حوزې اړیکې او همکارۍ په پام وړ توګه زیاتې شوې دي.

    جمهور رئیس وویل، همدا اوس زموږ هېواد کې ماتم دی او دا ماتم د تروریستانو د هغو خونړیو بریدونو له امله دی چې زموږ عام خلک په نښه کوي او په کابل کې یې د ځینو ډيپلوماتیکو ساحو په ګډون زیاتې سیمې زیانمنې کړې دي.

    د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، زموږ خلک د عدالت غوښتونکي دي او هیله من یوو هغه اساسي او ګډ اقدامات چې د سیمې هېوادونه یې د تروریزم پر ضد مبارزه کې ترسره کوي زموږ ټولو ډاډ ترلاسه کړي.

    جمهور رئیس غني زیاته کړه، د سیمه ییز تروریزم او بین المللي تروریستي سازمانونو تهدیدونه د ټولې سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو ارمانونو ته د رسېدو پر وړاندې اساسي مانع دي.

    جمهور رئیس وویل، موږ هیله من یوو چې د شانګهای دهمکاریو سازمان د تروریزم او نشه یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې په ستراتیژۍ کار وکړي او همدارنګه د بین المللی تروریستي سازمانونو او ډلو د مهارولو او ځپلو لپاره سیمه ییز بحث رامنځته شي.

    جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای سازمان مشرانو ته په خطاب کې وویل: زه دلته راغلی یم تر څو د تروریزم پر ضد د مبارزې برخه کې د همکاریو زیاتوالی اعلان کړم او لازمه ده د هغه تروریزم په مقابل کې چې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه په جدي ډول تهدیدوي، عملي اقدامات وشي.

    جمهور رئیس غني همدارنګه وړاندیز وکړ چې د سیمې هېوادونه دې د یو مشخص میکانیزم په اساس د تروریزم ملاتړي هېوادونه او بین المللي تروریزم تعریف کړي.

    جمهور رئیس غني وویل، اوس د سیمې هېوادونه د لویو اقتصادي او زیربنایي پروژو له لارې سره یو ځای شوي دي چې دا د سیمې هېوادونو تر منځ د لازم توافق او تعهداتو پایلې دي. هغه زیاته کړه، په ملي او سیمه ییزه کچه د زیربنایي برنامو او پلانونو اجرا کېدلو لپاره د سیمې هېوادونو عزم او اراده خوبونه په حقیقت بدل کړي دي.

    محمد اشرف غني زیاته کړه، د جنوبي اسیا هېوادونو او د شانګهای د غړو تر منځ د اړیکو ایجاد او پیاوړتیا د سیمه ییزه مناسباتو د ښه والي او پراختیا په موخه لوی ګام دی. هغه د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان د اسیا د څلور لارې په توګه د سیمې د هېوادونو تر منځ د اړیکو مرکزي حلقه ګڼل کېږي.

    د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، امنیت، ثبات او سوکالي د سیمې د خلکو اساسي اړتیا او غوښتنه ده او پکار ده چې د دې غوښتنو د تامین لپاره سیمه ییزه همکاري زیاته شي او موږ هم د سیمه ییزه اړیکو په تداوم او پیاوړتیا جدي تمرکز لرو.

    جمهور رئیس زیاته کړه، افغانستان له ترکمنستان سره ښې اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې لري او دا همکارۍ ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او اذربایجان سره د پراختیا په حال کې دي.

    جمهور رئیس غني څرګنده کړه، هند او ایران سره هم د پانګونې، ترانزیتي او اقتصادي برخو کې زموږ همکارۍ د انکشاف پړاو کې دي چې چابهار بندر د درې هېوادونو تر منځ ترانزیتي او سوداګریز نوښت ګڼل کېږي. هغه څرګنده کړه، زموږ عمده موخه داده چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصل شي او پاکستان هم په دې برخه کې خپل رول ترسره کړي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    افغان ولسمشر ته په استانې کې هر کلی وویل سو
    افغان ولسمشر: سوله کول د كمزوري  په معنا نه ده
    افغان ولسمشر طالبانو څخه وغوښتل چې دسولې په لاره کې قدم کښيږدي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی