په ژوندی پڼه خپرونه
    داسلامي نړۍ علماوو د قطر پر بندیزسخته نیوکې کړې

    داسلامي نړۍ علماوو د قطر پر بندیزسخته نیوکې کړې

    © AFP 2017/ Stringer
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    134510

    داسلامي نړۍ دعلماوو ترعنوان لاندې یوې ټولنې دقطربندیزپه اړه یوه اعلامیه خپره کړې چي په هغه کې یې په سعودي ،امارات، بحرین اومصرباندې سخته نیوکې کړې اودهغوی دبندیزونو لړۍ یې یوه اسلامي هیوادسره بې وفایې اوخیانت ګڼلی.

    خوپه دې اړه هغوی یوه لویه ستره دمخورو اومشهورو علماؤ غونډه رابللې اوپه دې اړه یې یوه شرعي پرېکړه کړې چي دپرېکړې په متن باندې ترسل زیاتوعلماؤ لاسلیکونه هم کړي دي.

    ددې غونډې دمتن عمده سرټکي اوعناوین په لاندې ډول دي:

    ۱- پر قطر باندي بندیزونه او محاصره شرعا ناجایز ده.

    ۲- محاصره باید ژر تر ژره ختمه شي.

    ۳- د مسلمانو هیوادونو په منځ کې باید د ورورولۍ پر اساس تعامل وشي.

    ۴- د اشغالګرو یهودونو پر ضد جهاد یو مشروع کار دی، باید د کومک څخه یې څوک پر شا نه شي.

    ۵- هغه دیني شخصیتونه چې د قطر د محاصرې په حق کې بیانونه ورکړي دي، هغه ټوله سیاسي اړخ لري، د شریعت څخه لیري دي.

    ۶- هغه عسکر او ظابطان چې د محاصرې په تطبیق کې شریک دي، معاش یې حرام دی.

    ۷- د علماو نومونه د تروریزم په تور لیست کې اچول د نبي صلی الله علیه وسلم د وارثانو په حق کې لوی جرم دی.

    ۸- هغه علماو چې د حق تر څنګ ودرېدل، او د خدای په لاره کې وېره ونه کړه، د ستاینې وړ دي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د قطر د بهرنیو چارو وزیر د بحران په غلبې کې د روسیی د مرستو څخه مننه وکړه
    اردوغان د خليج هيوادونو څخه وغوښتل چې د قطر د محاصري څخه لاس واخلي
    اردوغان په قطر کې د ترکي پوځیانو د ځای پر ځای کولو هوکړه لیک منظور کړ
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی