په ژوندی پڼه خپرونه
    د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ترامپ انتقاد عجیب بولي

    د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ترامپ انتقاد عجیب بولي

    © Sputnik/ Maksim Blinov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 174 0 0

    د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد ال تاني د دوحې په پته د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ تورونه تر ډیرو کلو پوځي همکاری وروسته عجیب بولي.

    ال تاني د RT تلویزیون ته وویل:«هغه اړیکې چی قطر له امریکا سره تړي تاریخي خصوصیت لري او لس ګونو کلونو ته رسیږي. قطر د پوځي همکاری د موافقې تر لاسلیک کولو او د پوځي امتیازونو د ورکولو د موافقه لیک تر لاسلیک کیدو وروسته له تروریزم سره په مبارزه کی زیاتې هلې ځلې کړې او په دې مبارزه کی یې د امریکا په مشری له متحدینو سره ستره ونډه ادا کړه. د امریکا د جمهور رییس د اعلامیې اوریدل چی د هغو دولتونو د مشرانو پرنظر ولاړه وه چی د قطر د دولت په اړوند خاص سیاسي دریځونه لري، عجیب وو».
    وزیر همدارنګه دغه ټکي ته هم پاملرنه راوګرزوله چی مختلف امریکايی جوړښتونه پخپله د تروریزم پرخلاف مبارزه کی تل د قطر رول ته اشاره کوي.
    د قطر د بهرنیو چارو وزیر داسې توضیح کړه:«قطر له حماس څخه ملاتړ نه کوي، بلکی د فلسطین له ولس څخه ملاتړ کوي. د فلسطین له ولس څخه زموږ ملاتړ څرګند دی. په قطر کی د حماس حضور په دې معنی نه دی چی قطر له هغه ملاتړ کوي. په قطر کی حماس د سیاسي نمایندګی په توګه حضور لري».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی