په ژوندی پڼه خپرونه
    د انګلستان د کابینې غړو جانسون ته د صدراعظم په مقام کی د کارکولو بلنه ورکړی

    د انګلستان د کابینې غړو جانسون ته د صدراعظم په مقام کی د کارکولو بلنه ورکړی

    © AFP 2017/ Justin Tallis
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 53 0 0

    د انګلستان د کابینې پنځو غړو د متحد شاهي دولت د بهرنیو چارو له وزیر بوریس جانسون ته د صدارت په مقام کی د محافظه کار ګوند د مشرې او د صدراعظمې تیریزه می د ځای نیولو بلنه ورکړی. په دې هکله د یکشنبې په ورځ د The Sunday Times ورځپاڼې خبر ورکړی.

    لکه چی ویل شوي، د حکومت غړو له جانسون سره د جمعې په ورځو د جون په ۹ نیټه، له وخت نه د مخه پارلماني ټاکنو د نتیجو تر معلومیدو وروسته تماس نیولی او له ده څخه یې د تیرزه می پرخلاف ملاتړ کړی. جانسون ته د ملاتړ زیات شمیر خبرونه استول شوي چی پکې ویل شوی چی هغوی «د Brexit پلوی ته اړتیا لري».
    په انګلستان کی له وخت نه د مخه پارلماني ټاکنې د جون په ۸ نیټه تر سره شوې او په هغوی کی محافظه کارانو بری ګټلۍ، خو په پارلمان کی یې اکثریت له لاسه ورکړی. محافظه کارانو د عوامو په مجلس کی له ۶۵۰ چوکیو څخه ۳۱۸ چوکی ګټلې او په مستقله توګه یې د حکومت د تشکیلولو حق له لاسه ورکړی. د دې کار لپاره لږ ترلږه ۳۲۶ چکی ضروري شمیرل کیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی