په ژوندی پڼه خپرونه
    د سپینې ماڼۍ استازي په Twitter کی د سمبولونو معمايي مجموعه خپره کړې

    د سپینې ماڼۍ استازي په Twitter کی د سمبولونو معمايي مجموعه خپره کړې

    © AFP 2017/ Leon Neal
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 56 0 0

    د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي سکرتر مرستیالې سارا ساندرس په Twitter کی د سمبولونو له داسې مجموعې چی هیڅ معنی نه لری، خبرتیا خپره کړې ده.

    وروسته ساندرس توضیح کړه چی ټویټ هغې ته د هغې کوچني زوی استولی وو. هغې لیکلي:«کله چی دری کلن ماشوم ستا تیلفون غلاکوي، څه پیښیږي، حق مننه!

    # هیڅکله خپل تیلفون پرانیستی مه پریږدی».

    پر دغو عجیبو لیکونو د تبصرې په ترځ کی کاروونکو پر ساندرس ټوکی کول پیل کړل. یوه وړاندیز کړی چی هغې محرک کود خپور کړی، نورو په ټویټ کی د مرستې غوښتنې بلنه لیدلې.
    یوه تبصره کوونکي لیکلي:« دا هیروغلیفونه — که چیرې موږ هغوی په غور وڅیړو، موږ به پوه شو چی د دې معنی COVFEFE ده». هغه د دونالد ترامپ مشهور غلطي یاده کړې ده.
    بل کاروونکي پوښتنه کړې:«آیا Lolaklkkبه نوی covfefe وګرزي؟».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی