په ژوندی پڼه خپرونه
    د قذافي زوی ښائی د پنجشنبی په ورځ اعدام شي

    د لیبیا د پخواني مشر قذافي زوی خوشې شو

    Ammar El-Darwish
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16910

    سیف الاسلام قذافي - د لیبیا د پخواني مشر معمرالقذافي زوی - خوشې شو.

    هغه د زینتان ښار د زندان څخه وتلی دي. په دې اړه معلومات د "ابوبکر صدیق" يوې وسله والې ډلې په خبرپاڼه کې راڅرګند شو دغه وسله واله ډله په زينتان ښار کې دي او دغه سياست وال ئي نیولی و: په سند کې راغلي دي چې د قذافي زوی خوشي کېدل د يو عمومي بښني له امله چې د ليبیا دپارلمان لخوا اعلان شوی ، ترسره شوی دي. د ليبیا د پخواني مشر د خپلوانو څخه يوه جمهوري احمد محارب قذافي ، درسنيو رپوټونه د قذافي دزوی د خوشي کولو په تړاو تائيد کړي دي. اووائي په اوس وخت کې، سیف الاسلام په يوه خوندي ځای کې دی.په ۲۰۱۱ کال کې چې کله د معمرالقذافي رژیم رانسکور کړ شو، د قذافي د کورنۍ د ټولو غړو نېونه پيل شوه. دامطلب ريانووستي اژانس ورکړی دي. یاغيانو قذافي او دهغه زوی متعصم ووژل. د طرابلس په چاودنو کې د قذافي بل زوی خامس هم ووژل شو. هغه وخت سیف الاسلام ونيول شو. دی د خپل پلار تر ټولو وفادار ملاتړي و. په خپلو فعاليتونو کې ئې فعاله ونډه اخستله. سیف الاسلام د لیبیا په یوه زندان کې و، او د 2015 کال په جولای کې د مرګ په سزا محکوم شو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی