په ژوندی پڼه خپرونه
    په فرانسه کی پارلماني ټاکنې پیل شوې

    په فرانسه کی پارلماني ټاکنې پیل شوې

    © Sputnik/ Kristina Afanasyeva
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    د یکشنبې په ورځ، د جون په ۱۱ نیټه، د جمهوري ریاست تر ټاکنو یوه میاشت وروسته، په فرانسه کی د پارلماني ټاکنو لومړی پړاو پیل شوی.

    د نظرپوښتنو سره سم، د جمهور رییس ایمانوئیل ماکرون د «مخ په وړاندې» ګوند ښايي د ټاکنو په دوهم پړاو کی د جون په ۱۸ نیټه د رایو اکثرثیت وګټي.
    په دې صورت کی، که چیری د ماکرون ګوند د پارلمان له ۵۷۷ چوکیو څخه اکثریت ترلاسه نه کړي، نو جمهور رییس ته به په عمل کی د هغو اصلاحاتو پلي کول ګران وی، چی ده یې د ټاکنو د مبارزو په وخت کی وعده ورکړې وه.
    د یادولو وړ ده چی په فرانسه کی د جمهوري ریاست د ټاکنو دوهم پړاو تر سره شو چی په هغو کی د فرانسې د اقتصاد د پخواني وزیر ایمانوئیل ماکرون د «مخ په وړاندې» ګوند، د ۶۶،۰۶ ٪ رایو په ګټلو ډاډه بری ترلاسه کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی