په ژوندی پڼه خپرونه
    Президент США Дональд Трамп

    ترمپ د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو په تړاو محکمې ته ورپيژندل کیږي

    © AP Photo/ Jacquelyn Martin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 114 0 0

    د مریلند ايالات او کولمبيا څارنوالان د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د محاکمه کولو ِغوښتنه کوي.

    دوی دامريکا پر ولسمشر شک کوي چې دی داساسي قانون د فساد ضد مادو څخه سر غړونه کوي. او د بهرنیو هيوادونو څخه په ملیونونه ډالره ترلاسه کوي. دامطلب واشنګټن پوست ورځپاڼې ور کړی دي. ترمپ په دې تورن دي چې هغه خپل شخصي کاروبار نه پريږدي. په ځانګړي توګه څارنوالان وائي چې هغه په متنظمه توګه دخپلو کمپنيو حساب تر لاسه کوي « موږ دغه دوسيه پرمخ وړو ، ځکه ولسمشر له خپلي تجارتي ګټي څخه نه ليري کيږي» — دامطلب لوی څارنوال کارلا راسینا څر ګند کړ. که چيري فدرالي قاضي دعوی ومني په هغه صورت کې به دده د خپل کاروبار د بهرنيو معاملو د کچې د معلومولو دپاره په لومړۍ سر کې د ترمپ مالياتي اظهارليک افشا شي. برسيره پردې څارنوالان د ترمپ د هوټل Trump International چې تيرکال پرانستل شو او د سپيني ماڼۍ څخه چندان ليري نه دي د فعاليتونو څخه په انديښنه کې دي.د راپورونو له مخي په دغه هوټل کې د کويټ سفارت يو غونډه جوړه کړي وه. که څه هم د هوټل يوه خونه مخکې له مخکې ريزرف شوی وه. له هغې ورځې راهیسې چې ټرمپ د لوړې مراسم پر حای کړل سعودي عربستان هم څو ځله د ترمپ هوټل خوني په کرایه اخستي وي. داد ولسمشر ټرمپ په وړاندې لومړی دعوی ده. داکولای شي د ترمپ دپاره يو نوې جبهه پرانيزي چې لا د مخه د تحقيقاتو سره مخامخ و. او يا هم امکان لري چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په تاکنيز کمپاين کې له روسيي سره دده دنږدې اړېکو په تړاو وي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی