په ژوندی پڼه خپرونه
    US Troops in Afghanistan

    امریکا په افغانستان کې د خپل د وژل شویو سرتیرو هویت بربنډ کړ

    © Flickr/ The U.S. Army
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13410

    د امریکا د دفاع وزارت وايي، چې د روانې اونۍ په شنبه ورځ یې پر سرتیرو ډزې وشوې او درې کسه پکې ووژل شول.

    پنټاګون په ننګرهار کې د خپلو وژل شوو سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل.

    د پنټاګون د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان سرګروپ ۲۵کلن اریک هوک، ۲۹کلن ویلیام بېس او ۲۲کلن دیلون بالدرېج وو.

    سرچینه کاږي، چې درې واړو پوځيانو د داعش ضد جګړه کې برخه اخیسته او په ننګرهار کې یې ماموریت درلود.

    هېره دې نه وي، چې د شنبې په ورځ په ننګرهار کې یوه افغان پوځي پر یادو امریکايي پوځيانو ډزې وکړې او درې کسه یې ووژل.

    د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې په ځوابي برید کې یاد افغان سرتېری هم وژل شوی دی.

    ویل کېږي چې دغه پوځي د افغان کمانډو په لیکو کې فعالیت درلود.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی