په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې د دفاع چانس لري

    امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې د دفاع چانس لري

    © AP Photo/ Ahn Young-joon
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10400

    متحد ایالاتو ته د شمالي کوريا د توغنديو ګوزارونه پراختيا مومي خو واشنګټن د ساتنې لپاره فرصتونه لري. دامطلب د دوشنبي په ورځ د امريک د دفاع وزير جيمس ميتس څرګند کړ. «اوس ګواښونه پراختیا مومي ».- دامطلب ميتس د کانګرس په استماعيه غونډه کې څرګند کړ.

    د هغه په وينا ، هر ځل چې شمالي کوريا د توغنديو ازموېنه تر سره کوي د وضعي د خرابتيا د خطر زنګ راځي. خو اوس موږ وخت تر لاسه کوو له دې خبري څخه د ميتس مطلب د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو د ټکنالوجي وسايل دي. چې نوره هم سنبال شي. جنرال ماتیس، باور څرګند کړ، چې د امریکا پوځ «کولای شي د هېواد څخه ساتنه وکړي». هغه وويل چې «موږ د توغنديو د دفاعي سيستم په چوکاټ کې د فرصتونو د پراختیا پر لورګامونه اخلو» شمالي کوریا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو سره سره، د متحده ايالاتو د ګواښ په پلمه د توغنديو د ازمویني څخه لاس نه اخلي. د شمالي کوريا بالیستکي توغندي د جاپان ساحل په څو سوه کیلومتري د اقتصادي زون په دننه کې پريوځي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی