په ژوندی پڼه خپرونه
    پو تين د سعودي پاچاسره د قطر د حالاتو په اړه خبري کړي دی

    پو تين د سعودي پاچاسره د قطر د حالاتو په اړه خبري کړي دی

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 143 0 0

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سعودي پاچا سره د قطر د حالاتو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې. دامطلب د کریملين مطبوعاتي دفتر ور کړی دي.

    « دروسيي د ولسمشر ولاديمیر پوتين او سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ترمنځ تيلفوني خبري شوي دي…. ددواړو دولتونو مشرانو په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې اوسني حالت او ددې ترڅنګ د قطر د شاوخوا حالاتو په اړه نظرونه تبادله کړه کوم چې، له بده مرغه، په سوریه کې د يوه حل په لور او د تروریزم د ګواښ په وړاندې د مبارزې د ګډو هڅو د ټینګښت لپاره زيان رسوي».- دامطلب په خبرتیا کې راغلی دي. د يادولو وړ ده چې د روسيي او سعودي عربستان ترمنځ په بیلابیلو برخو کې داړېکو د پراختيا، په اړه خبري شوي دي. د متقابلو دوه اړخیزو همکاریو ته ژور نيت څرګند شو. او موافقه وشوه چې په بېلابېلو سطحو تماسونه دوام ومومي. سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر د جون په 5 د قطرسره د دیپلوماتیکو اړیکو پرې کول اعلان کړل. او دوحه ئي د ترهګريزو سازمانونو سره د مرستې او په منځني ختیځ کې د وضعې د بې ثباتۍ له امله تورنه کړه. وروسته مالديف ، موریس، موریتانی هم له قطر سره اړېکې پرې کړي. اردن او جبوتي په قطر کې خپل دیپلوماتیک استازیتوب کچه کمه کړه. سنګال، نیجر او چاد خپل سفيران راوغوښتل.

    "

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی