په ژوندی پڼه خپرونه
    کريملين د امریکا د ممکنه بنديزونو د پياوړتیا په اړه تبصره کړي ده

    کريملين د امریکا د ممکنه بنديزونو د پياوړتیا په اړه تبصره کړي ده

    © Sputnik/ Natalia Seliverstova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    کریملین د روسيي په وړاندې د امریکا د ممکنه شدېدو بنديزونو اوضاع څاري. دامطلب د کریملین ویاند د یمتري پیسکوف څرګند کړی دي.

    دده په خبره مسکو د امریکا متحده ايالاتو په سنا مجلس کئ دبحث ډاډول چال چلند ته په منفي نظرګوري. اوس دامریکا سنا دروسي پر ضد دبنديزونو څو طرحي تر لاس لاندې لري. سناتور جان مکين ، او بن کاردين دروسيي د دفاع، استخباراتو، او د انرژۍ د سکتورونو په وړاندې د بنديزونو طرح جوړه کړي ده. سناتوران به د چهارشنبې په طرزالعملونو د رايو وروسته د پنجشنبي په ورځ نوې طرح ته د هو يانه ځواب ورکړي. وروسته به دبنديزونو طرح دخلګو داستازو لخواتصويب شي. او بيا به ئي په وروستی پړاو کې سپينه ماڼۍ لاسلیکوي. دروسي ضد اقدامات د ایران په وړاندې د بندیزونو مسوده د تعديل په بڼه په پام کې نیول شوي ده. هغه باید په دغه اونۍ کې تصويب شي. په سند کې حکم موجود دي چې دامریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته اجازه نه ورکوي هغه کمزوری کړي او يا هم د کانګرس د تصويب پرته تدابير لغوه کړي. د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګي لوروف د نووبنديزونو دامکان د تصويبولو په اړه تبصره کړي او وائي چې نه غواړي د واشنګټن "هر ترنجي" ته ځواب ووائي.

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی