په ژوندی پڼه خپرونه
    پنتاګون په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په شمیر کې د بدلونونو په هکله تبصره نه کوي

    پنتاګون په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په شمیر کې د بدلونونو په هکله تبصره نه کوي

    © AFP 2017/ Frederic Wallois
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 113 0 0

    پنتاګون په دې تړاو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ددې هیواد ددفاع د چارو وزیر جیمز میتیس ته واک ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په شمیر کې بدلونون را ولي، د تبصرې ډډه کړې ده.

     د امریکا د سمندریزو ځواکونو رسمي استازي ساره حینګ په دې هکله د «تاس» خبري آژانس خبریال ته وویل؛«اوس مهال په دې تړاو مونږ هیڅ څه ویلای نه شو».

    د ریتر آژانس خبر ورکړی، چې تر دې دمه په دې هیواد کې د پوځیانو په شمیر کې د بدلونونو په تړاو پریکړه نیول شوې نه ده. اوسمهال په افغانستان کې ۸،۴ زره امریکايي پوځیان شتون لري. ټرمپ د اپریل په میاشت کې په سوریه او عراق کې د امریکایی پوځیانو په تړاو ورته پریکړه نیولې وه.

    له دې مخکې د «واشنګټن پوست» ورځپاڼې خبر ورکړی وو، کېدای شي، چې پینتاګون به افغانستان ته خپل ۳ زره نور سرتیري او افسران ولېږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی