په ژوندی پڼه خپرونه
    په روسیه کی د میګ-۳۱ پرځای د نوې ښکاري الوتکی د جوړولو کار پیل شوی

    په روسیه کی د میګ-۳۱ پرځای د نوې ښکاري الوتکی د جوړولو کار پیل شوی

    © Sputnik/ Vladimir Astapkovich
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 61 0 0

    د «میګ۷» کارپوریشن د میګ-۳۱ ښکاري الوتکو پارک عصری کوي و په عین وخت کی د دغې الوتکې تعویضوونکې الوتکه جوړوي. دا ټکۍ د کمپنۍ لوی رییس ایلیا تراسینکو څرګند کړ.

    تراسینکو د «کمیرسانت» له ورځپاڼې سره په مرکه کی وویل:«موږ خپل بیزنس په څو برخو ویشلی. لومړی برخه — سفارښت ورکوونکو ته د پخوا استول شوو الوتکو عصری کول دي. په بل عبارت، موږ هغوی داسې عصری کولی شو، ترڅو د هغوی مشخصات د پنځم نسل الوتکې ته په اعظمی توګه ورلنډ کړو. په موازی توګه به د میګ-۲۹ او میګ-۳۵ الوتکو پر موجودو پروژو کار وکړو».
    نوموړي زیاته کړه:«دوهمه برخه چی موږ یې سفارښت ورکوونکو ته وړاندیز کوو او پر هغو د نووښت په توګه کار کوو، — دا د لیرې واټن لرلیدلرونکې هوايي ښکاري کومپلکس دی».
    د تراسینکو په خبره، د میګ-۳۱ د تعویضوونکې الوتکې د جوړولو کار د اړونده کمپنیو د راجلبولو په شرایطو کی جریان لری او کمپنی د پروژې پر نظریه او د الوتکې پر بڼه کار کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی