په ژوندی پڼه خپرونه
    ستون په عراق، سوریې او لیبیا کې د امریکا په سیاست نیوکې وکړي

    ستون په عراق، سوریې او لیبیا کې د امریکا په سیاست نیوکې وکړي

    © AP Photo/ Mindaugas Kulbis
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 107 0 0

    امریکايي ریژیسور اولیویر ستون د «ریا نووستي» خبري آژانس سره د مرکې پر مهال په عراق، سوریې او لیبیا کې د امریکا په سیاست نیوکې وکړي.

    د نوموړي په وینا، د امریکا سیاست په سیمه کې یوازې بې ثباتۍ رامنځ ته کوي.

    د ستون په اند:«یوه د بلې پسې را منځ ته کېږي، په عراق کې د بې ثباتۍ پسې په سوریه کې بې ثباتي را منځ ته کېږي. سوریه ولې دښمن ګڼي؟ ځکه چې هلته شعیه دي او دا په دې معنا، چې د ایران متحدین دي. او ایران ولئ دښمن دی؟ کوم دي ټول هغه ګواښونه، چې په هکله یې خبرې کېږي؟ ولې لیبیا له منځه ولاړه او د تروریستانو لپاره اډه شوه؟ دا هغه پوښتنې دي، چې د ډیرو خلکو سره دي. په کار ده، چې په خپلو خکومتونو نیوکې ځکه وکړو چې د خلکو د خوښې پرته، چې سوله غواړي، عمل کوي». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی