په ژوندی پڼه خپرونه
    Министр обороны США Джеймс Мэттис

    د امريکا دفاع وزير: امریکا د افغانستان په جګړه کې ګټونکي نه دي

    © AP Photo/ J. Scott Applewhite
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26 0 0

    هغه زياته کړې، موږ په اوسني حالت کې د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې نه يو او هر څومره ژر چې کېږي بايد دا وضعيت سم سي.

    د امریکا دفاع وزير جيمز مټيس دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې په دويمه ورځ د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون پر وړاندې د افغانستان په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال کړې دي.

    د امريکا د دفاع وزير ژمنه وکړه چې د راتلونکې جولاى مياشتې تر نيمايي پورې به د افغانستان په اړه نوې تګلاره اعلان سي.

    ټاکل سوې وه چې امريکا دغه تګلاره تېره مياشت اعلان کړې واى خو د افغانستان د وروستيو امنيتي او سياسي حالاتو له امله وځنډېده.

    جيمز مټيس ياد کمېسيون ته منلې چې د امريکا له نوي حکومت سره د افغانستان په اړه کومه څرګنده تګلاره نسته.

    په ياده غونډه کې د امريکا د سنا د دفاعي خدمتونو د کمېټې مشر جان مکېن د دفاع پر وزير فشار راووړ او ورته يې په ډاګه کړه چې امريکا بايد په افغانستان کې د حالاتو د بدلولو لپاره ژر تر ژره تګلاره بدله او سرچينې زياتې کړي.

    بلخوا د سپينې ماڼۍ سرچينو ويلي چې ولسمشر ټرمپ د دفاع وزير جيمز مټيس ته واک ورکړى چې په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی