په ژوندی پڼه خپرونه
    د عربی متحده اماراتو سفیر واشنګټن ته پر قطر د فشار وسیله پیشنهاد کړی

    د عربی متحده اماراتو سفیر واشنګټن ته پر قطر د فشار وسیله پیشنهاد کړی

    © Fotolia/ Philipus
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    د عربی متحده اماراتو سفیر یوسف ال طیبه (Yousef Al Otaiba) واشنګټن ته په قطر د ال-ادید له هوايی اډې څخه پر دوحې د فشار راوړلو د سیاسي وسیلې په توګه د کاراخیستلو وړاندیز کړی. په دې هکله د Hill ورځپاڼې لیکلی دي.

    د ال-ادید په اډه کی د امریکا او د تروریستی ضد ایتلاف د غړو هیوادونو تر ۱۱ زره زیات پوځیان ځای پرځای شوي دي.
    ورځپاڼه د سفیر خبرې داسې نقلوی:« هوايی اډه — د کوم اضافي فشار څخه ډیره ښه بیمه ده. ښایي کوم څوک په کانګرس کی په استماعیه غونډه کی وینا وکړي او ووايی، تاسې پوهیږیو «ښايي موږ بل ځای ته د هغې د لیږدولو (امکان- مسوول مدیریت) وڅیړو؟». ال طیبه وویل:« که چیری صادقانه ووایم، زه فکر کوم چی هغه علت چی د هغه په اساس د قطر په اړوند اقدامونه نه وو نیول شوی، هوايي اډه وه».
    دمخه پنتاګون ویلي وو چی د فارس د خلیج د هیوادونو له لوري د قطر محاصره د ال ادید له هوايی اډې د الوتنو د بندیدو سبب نه ده ګرزیدلی، خو د «اسلامی دولت» د تروریستي ډلې پرخلاف د اوږدې مودې پوځی عملیاتو د پلانولو خنډ ګرزي.
    سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر د جون په ۵ نیټه له دوحې سره دیپلوماتیکی اړیکې وشلولې او له قطر سره یې هرډول مواصلات بند کړل او هغه یې له تروریزم څخه په ملاتړ او د هغوی په کورنیو چارو کی په لاس وهنه تورن کړ. د مختلفو معلوماتو له مخې مالدیپ، ماوریکی او موریتانیا هم له قطر سره اړیکی شلولې دي. اردن او جیبوتي د اړیکو سطحه راټیټه کړې ده. سینیګال، چاد او نایجیر د سفیرانو د بیرته بللو په هکله اعلان کړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی