په ژوندی پڼه خپرونه
    یونکر: د پاریس له موافقه لیک نه لاس اخیستل د اقلیمی مهاجرت سبب ګرزي

    یونکر: د پاریس له موافقه لیک نه لاس اخیستل د اقلیمی مهاجرت سبب ګرزي

    © AP Photo/ Markus Schreiber
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6 0 0

    د اقلیم په هکله د پاریس د موافقه لیک نه اجراکول د ۲۵۰ میلیونه اقلیمی کډوالو په راپیداکیدو تمامیدلی شي. دا ټکی د اروپايي کمیسیون رییس ژان-کلود یونکر اعلان کړی.

    یونکر په ستراسبورګ کی د اروپايي کمیسیون په غونډه کی وویل:«موږ په وروستیو کلونو کی د دوهمی نړیوالې جګړې له زمانې راهیسې د پناه وړونکو د ډیر ستر بهیر سره مخامخ شوو، خو موږ باید نن ورځ د لاډیر مهم بحران مخه ونیسو او بیله ځنډه عمل وکړو».
    نوموړي زیاته کړه چی « د پاریس د موافقه لیک په هکله د ژبنو نه اجراکول تر ۲۰۵۰م کاله تر ۲۵۰ میلیونو اقلیمي پناه وړونکو د راپیداکیدو د ګواښ سبب ګرزیدلی شي».
    د جون په پیل کی د امریکا جمهور رییس دونالد ترامپ اعلان وکړ چی امریکا د اقلیم په هکله د پاریس له موافقه لیک څخه وزي. ده د وینا په ترځ کی وویل چی د ده هیواد په دغه برخه کی د نوې موافقې په هکله خبرې پیلوي. خو په اروپايي اتحادیه کی یې اعلان وکړ چی د اقلیم په هکله د پاریس د موافقه لیک اجراکولو ته دوام ورکوي، خو له هغې د امریکا وتل سیارې ته زیان رسولی شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی