په ژوندی پڼه خپرونه
    د پنتاګون مشر ډاډ څرګند کړ، چې د ټرمپ اداره به په افغانستان کې د اوباما تېروتنې تکرار نه کړي

    د پنتاګون مشر ډاډ څرګند کړ، چې د ټرمپ اداره به په افغانستان کې د اوباما تېروتنې تکرار نه کړي

    © AP Photo/ Evan Vucci
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 157 0 0

    د پنتاګون مشر جیم میتیس ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به هغه تیروتنې چې په افغانستان کې د پخواني حکومت له خوا شوې، تکرار نه کړي.

    میتیس په کانګرس کې د وینا پر مهال وویل:«اوسنۍ اداره به پخوانۍ تیروتنې تکرار نه کړي».

    یاد وزیر زياته کړه:"موږ دې ته اجازه نه شو ورکولای، چې افغانستان زمونږ په خاوره او یا زمونږ پر متحدینو د برید لپاره په يوې وسېلې بدل شي."

    په ورته وخت کې هغه څرګنده کړه، چې لا تر اوسه "موږ پر طالبانو بریالي نه یو" او وايي، چې د جولای د میاشتې تر نیمایي پورې به هغه ولسمشر ته د افغانستان د ستونزې د حل يو نوی چلند، چې دا به په ځانګړې توګه د سیمې پر مسایلو څرخي او د کوم وخت پورې به تړلی نه وي، وړاندې کړي.

    جیم میتس تاييد کړه، لکه څنګه چې مخکې خبر ورکړ شوی وو، ډونالډ ټرمپ هغه ته اجازه ورکړي، چې په ​​افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر په اړه په خپلواکه توګه پریکړه وکړي. اوس هغه په عراق او سوریه کې د امریکایي پوځیانو په شمېر کې د بدلونونو واک لري.

    په رسنیو کې د خبرونو له مخې ویل کېږي، چې د امریکا متحده ایالات په پام کې لري، په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شمېر ۳- ۵ زره تنه ډیر کړي. په دې جمله کې به امریکايي او د ناټو د ملګر هیوادونو پوځیان شامل وي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی