په ژوندی پڼه خپرونه
    پینتاګون: د ایران د سمندریزو ځواکونو یوې بېړۍ د هرمز په تنګي کې د امریکا د سمندریزو ځواکونو چورلکه د لایزر په وړانګې په نښه کړه

    پینتاګون: د ایران د سمندریزو ځواکونو یوې بېړۍ د هرمز په تنګي کې د امریکا د سمندریزو ځواکونو چورلکه د لایزر په وړانګې په نښه کړه

    © AFP 2017/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 784 0 0

    د ایران د سمندري ځواکونو په توغندیو سمبالې بېړۍ د امریکا د سمندزیزو ځواکونو د CH-53 قول اردو چورلکه د لایزر په وړانګې هغه مهال په نښه کړه، چې کله د امریکا د سمندري ځواکونو درې بېړیو د هرمز تنګي له لارې د فارس خلیج نه یوه باروړونکې کښتۍ بدرګه کوله.

     په دې هکله خبر نن د «تاس» خبري آژانس ته د امریکا د متحده ایالاتو ددفاع د چارو وزارت رسمي استازي ویلیم اوربان ورکړی دی.

    په خبر کې د ایران دغه چلند د یو "غيرمسلکي او ناخوندي"عمل په توګه یاد شوی دی.

    نوموړي وويل؛"د جون په ۱۳ نېټه؛ د ایران د سمندري ځواکونو د بیړۍ یو ناخوندي او غيرمسلکي عمل، د درېو سمندري بېړیو او د امریکا د پوځ چورلکې سره چې په نړیوالو اوبو کې د هرمز تنګي له لارې تیرېدلې، ثبت شوی دی".

    د اوربان په وینا؛"د ایران بېړۍ پر یوې امريکايي بېړۍ رڼا واچوله" او "لږ وروسته هغې (بېړۍ) د CH-53 بېړۍ په لايزر په نښه کړه". د امریکا د ملي دفاع وزارت استازي زياته کړه؛ چې چورلکې په اتوماتيک ډول خپل د "ګرمۍ دام" وکاراوه. نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل؛ ایرانۍ بېړۍ "د امریکا د سمندريزو ځواکونو پر دوهمه بېړۍ هم رڼا واچوله او ټوله بېړۍ یې روښانه کړه، او مخکې له دې چې ولاړه شي، ټوله بېړۍ یې د سر نه نیولې تر پایه وکتله."

    د پنتاګون د استازي په وینا؛ د بېړیو تر منځ واټن ۷۳۱،۵ متره وو". اوربان وویل؛ چې"د امریکا د سمندریزو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ دغه ډول کړنې د نا خوندي او غيرمسلکي عمل په توګه ارزوي".

    نوموړي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه؛ چې د شپې پر مهال د لایزر کارول له ګواښه ډک ځکه دی، چې له دې کبله کیدای شي، د پیلوټانو چې د اړوند چاروعینکې په سترګو کوي، لیدو ته یې خنډونه جوړ او خپل لوری ورک کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی