په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا به قطر ته د ۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت F-15 ډوله جټ الوتکې ورکړي

    پینتاګون منلې؛ چې امریکا به قطر ته د ۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت F-15 ډوله جټ الوتکې ورکړي

    © AP Photo/ Hassan Ammar, File
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 145 0 0

    د چهارشنبې په ورځ پینتاګون په امریکايي رسنیو کې د هغه خبر، چې امریکا به قطر ته د ۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت د McDonnel Douglas F-15 Eagle ډوله جټ الوتکې ورکړي، پخلی وکړ.

    د امریکا ددفاع د چارو وزیر جیمز میتیس د قطر ددفاع د چارو وزیر خالد بن محمد سره ددې لپاره چې د McDonnel Douglas F-15 Eagle ډوله جټ الوتکو د پلورلو لړۍ پای ته ورسوي، وکتل. په دې هکله خبر د سي ان ان ټلویزیوني کانال د امریکا ددفاع د چارو وزارت د استازي روجیر کیبینس د اعلامیې له مخې ورکړی دی.

    د کیبینس په وینا؛ د ۱۲ ملیاردو ډالرو په ارزښت د McDonnel Douglas F-15 Eagle ډوله جټ الوتکو دغه معامله به دامریکا د متحده ایالاتو او د قطر تر منځ د امنیتي همکاریو کچه لوړه کړي.

    ددفاع د چارو وزارت استازي وویل؛ چې د چهار شنبې په ورځ ددواړو هیوادونو ددفاع د چارو وزیرانو د کتنې پر مهال «د متقابلو امنیتي همکاریو، دداعش تروریستي ډلې پر ضد د روانو عملیاتو، د قطر او ځینو عربي هیوادونو تر منځ د تاو ترخوالي» او په همدې ډول په دې هکله چې «د خلیج په سیمه کې د ټولو سیالو هیوادونو پام ګډو موخو رسېدو ته راوګرځوي»، خبرې وکړي.

    په دې هکله خبر کې د McDonnel Douglas F-15 Eagle ډوله جټ الوتکو چې واشنګټن یې په پام کې لري، قطر ته ورکړي، د کره شمیر په هکله څه ویل شوي نه دي خو له دې مخکې د بلومبرګ آژانس د ۳۶ وزره جټ الوتکو خبر حپورکړی وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی