په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: د روسیې په اقتصاد کی رکود پای ته رسیدلی

    پوتین: د روسیې په اقتصاد کی رکود پای ته رسیدلی

    © Sputnik/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 69 0 0

    د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین د مستقیمې کرښې په بهیر د روسیې پر اقتصادی وضعه تبصره وکړه.

    پوتین وویل:«دا مرکزي موضوع ده. زړه می ډیر غواړي چی مثبت ځواب ورکړم، ټولنې ته مثبت سیګنال واستوم. خو موږ باید پر عنی معلوماتو ډه ډه ولګوو. هغوی څرګندوی چی رکود د روسیې په اقتصاد کی له منځه وړل شوی».
    جمهور رییس زیاته کړه چی دری ربعې پرله پسې د هیواد په اقتصاد کی وده لیدل کیږي.
    د روسیې مشر په داسې حال کی چی دا خبره یې دقیقه کړه چی د انفلاسیون بی سابقه ټیټه کچه د ۱،۴ فیصد په اندازه ترلاسه شوې، وویل:«د ملی ناخلص محصول وده د څلورو میاشتو په ترځ کی ۷،۰ فیصدو ته رسیدلی ده».
    پوتین وویل چی دا ټول د بحران د رفع کیدو څرګندوونکي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی