په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: د سوریې مشرتابه د مخالفینو سره خبرو ته چمتو ده

    پوتین: د سوریې مشرتابه د مخالفینو سره خبرو ته چمتو ده

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9110

    د سوریې ولسمشر بشر اسد چمتو دی، د نوي اساسي قانون جوړلو کې د مخالفینو سره په ګډه کار وکړي. په دې هکله څرګندونې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکايي ریژیسور اولیویر ستون سره د مرکې پر مهال کړې دي.

    د امریکايي ریژیسور اولیویر ستون سره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مرکې دریمه برخه د Showtime ټلویزیوني کانال کې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه.

    پوتین وویل:"موږ وليدل، چې د سیمې(منځني ختيځ) په ځینو هیوادونو کې څه پېښ شول. — په لیبیا او عراق کې، غمیزې د وخت د چارواکو د پوځي لاسوهنو او یرغل له کبله راپیښ شول. نه یوازې دا چې مشر تابه د واک نه لري شول، بلکې د هغوی مشران له منځه وړلاړل. موږ په رښتيا سره نه غواړو، چې ورته کار په سوریه کې وشي، ځکه چې له دې سره به په ټوله سیمه کې ګډوډي رامنځ ته شي ".

    پوتین د خپلو خبرو په دوام کې وویل: "دغو ټولو پېښو مونږ هغو عملونو ته چې تاسې خبر یاست، وهڅولو. په ورته وخت کې مونږ په دې هم پوهیږو، چې د سوریې اوسنۍ مشرتابه په خپل هیواد کې دننه د اړیکو په جوړولو کې تیروتنې کړې دي. نو له همدې کبله مخکې له دې چې مونږ پریکړه وکړو د سوریې ولسمشر سره خبرې وکړي، څرګنده شوه، چې د سوریې ولسمشر په خپله په ډیرو ستونزو پوهیږي. هغه نه یوازې د وسله والو مخالفینو په شمول د اپوزیسیون سره خبرو اتر ته چتو دی، بلکې چمتو دی، د نوي اساسي قانون جوړولو کې هغوی سره په ګډه کار وکړي. چمتو دی، چې په راتلونکې کې د ولسمشرې ښونې ټاکنې د سخت نړیوال کنترول لاندې تر سره شي".

    پوتین څرګنده کړه:"موږ له دې سره چې شخړو ته لمن ووهو، لیوال نه یو، مونږ ددې خلاف خبرو اترو ته چې ددې هېواد ځمکنۍ بشپړتیا وساتله شی، لیوال یو — دا ډېره ستونزمنه ده. دا اسانه کار نه دی، چخو د خواوو او شریکانو سره مخامخ اړیکه موږ ته چانس راکوي، چې په عمومي توګه به موږ برياليتوب تر لاسه کړو. موږ د امریکا متحده ایالاتو، د سعودي عربستان، اردن او مصر ډیر ملاتړ ته اړتيا لرو. "

    ولادیمیر پوتین زیاته کړه:"موږ به هر ګام په ډیر غور سره په راتلونکې کې د لاسته راوړنو د ټینګښت په موخه پورته کوو نه ددې لپاره چې هغوی له منځه ویسو".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی