په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: روسیه بندیزونه د لویدیځ د ورته پریکړې په ځواب کی لغوه کوی

    پوتین: روسیه بندیزونه د لویدیځ د ورته پریکړې په ځواب کی لغوه کوی

    © Sputnik/ Михаил Климентьев
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 142 0 0

    که چیری لویدیځ انډیوالان د روسیې ضد بندیزونه لیرې کړي، روسیه به هم متقابل اقدامونه لغوه کړي، که نه نو موږ به د سوداګری د نړیوال سازمان په چوکاټ کی له ستونزو سره مخامخ شو. دا ټکی د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین د مستقیمې کرښې په بهیر کی څرګند کړ.

    پوتین د مستقیمې کرښې په بهیر کی وویل:«ګورو به، چی له هغو هیوادونو سره به اړیکی څه ډول وي چی محدودیتونه وضعه کوي. که چیرې زموږ انډیوالان زموږ د اقتصاد په اړوند بندیزونه لیرې کړي، نو موږ به هم ورته کار وکړو، که نه نو موږ به د سوداګری د نړیوال سازمان په چوکاټ کی له ستونزو سره مخامخ شو».
    جمهور رییس همداشان خبر ورکړ چی حتی د بندیزونو تر لیرې کیدو وروسته به هم روسیه د کرنې د محصولاتو له تولیدوونکو غیرمستقیم ملاتړ ته دوام ورکړی او د سوداګری د نړیوال سازمان له نورمونو څخه به سرغړونه ونه کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی