په ژوندی پڼه خپرونه
    US-Flagge

    امریکا: موږ تېروتنې کړي خو بیایی نه تکراروو

    © AFP 2017/ Isaac Brekken
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 23320

    امریکایی چارواکي ویلي، د امريکا حکومت به هغه تېروتنې نه تکراروي چي پخوا ترې سوې او د دې اجازه نه سي ورکولى چي د افغانستان خاوره يو ځل بيا پر امريکا د بريد لپاره وکارول سي.

    د امريکا د دفاع وزير وايي چي په افغانستان کي به پخوانۍ تېروتنې بيا تکرار نه کړي څو لامل سي یو وار بیا پر امریکا د برید لپاره وکارول سي.

    د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ورځ مخکي د دفاع وزير جيمز مټيس ته واک ورکړ چي په افغانستان کي د عسکرو د شمېر په هکله پرېکړه وکړي.

    نوموړي دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کي کړې چي د غبرګولي په ٢٤مه د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون له خوا خپره سوې ده.

    په خبرپاڼه کي راغلي: ((زموږ د قواوو د عملياتو توان به نور هم زيات سي او هلته په افغانستان کي د امريکا د عسکرو موجوديت ته اهميت ورکول د سيمې په هکله زموږ ژمنتيا څرګندوي.))

    د امريکا دفاع د وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، اوس هم خطر موجود دی او ژمنتيا ته نور هم اړتيا زياته سوې، هغو ترهګرو ډلو ته بايد ماتې ورکړل سي چي امريکا، نورو هېوادونو او د افغانستان خلکو ته خطر پېښوي.

    جيمز مټيس ويلي، د بېلګې په توګه داعش ډلې په افغانستان کي فعاليتونه پيل کړي او القاعده او نورې ترهګرې ډلې تر اوسه په افغانستان کي سته دي او طالبان د افغانستان په ډيموکراتيکه توګه منتخب حکومت ته ګواښ پېښوي.

    هغه وايي: ((موږ د دغو ډلو په ماتولو کي تر يو حده بریالي سوي يو، خو زموږ عسکر به هغه وخت دوی ته سخته ماتې ورکړي چي هغوی ته پوره واک ورکړل شي او مرسته ورسره وسي.))

    د مټيس په وينا، په واک ورکولو سره به په افغانستان کي د عسکرو په شمېر کي ښايي کوم بدلون را نه شي، بلکي دا به د دفاع وزارت ته زمينه برابره کړي چي خپل ماموريت په ښه توګه ترسره کړي.

    د امريکا د دفاع وزارت ويلي چي اصل موخه يې دا ده چي د افغان ځواکونو روزنه، مرسته او ملاتړ او ګډ دښمن ته د ماتې ورکولو لپاره له افغان ځواکونو سره په ګډه مبارزه وسي.

    د يادونې ده، مټيس دوه ورځې مخکي د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته ويلي وو چي امريکا د افغانستان په جګړه کي بايلونکي ده.

    هغه زياته کړه، په داسې حالاتو کي بايد ژر تر ژره نوې تګلاره اعلان سي او په ډاګه کړې یې وه چي دا تګلاره به راتلونکي مياشت ولسمشر ته وړاندې سي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی