په ژوندی پڼه خپرونه
    پنتاګون په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمیر د پریکړې په هکله خبرونه رد کړي دي

    پنتاګون په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمیر د پریکړې په هکله خبرونه رد کړي دي

    © Sputnik/ David B. Gleason
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 117 0 0

    پنتاګون په رسمي توګه اعلان وکړ؛ چې لا تر اوسه په افغانستان کې د نورو امریکایي پوځیانو د شمیر په هکله پریکړه نیول شوې نه ده.

    د امریکا ددفاع د چارو وزارت استازي جیف دیویس وویل:«لا تر اوسه هیڅ پریکړه نشته».

    له دې مخکې د اسوشیتید پرس آژانس په سپینې ماڼې کې د سرچینې په حواله خبر ورکړی وو؛ چې پنتاګون په پام کې لري، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمیر تر۴۰۰۰ تنو نور هم ډیر کړي.

    د آژانس د معلوماتو له مخې؛ په دې هکله خبر کېدای شي، په راتلونکې اونۍ کې خپور شي.

    له دې مخکې خبر ورکړ شوی وو؛ چې د امریکا ددفاع د چارو وزیر جیم میتیس ویلي وو؛ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ته واک ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شمیر په هکله پریکړه په خپله خوښه ونیسي. هغه په عراق او سوریه کې هم دا اوس د پوځیانو په شمیر کې د بدلونونو واک لري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی