په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ او د افغانستان د غمیزې ماشوړه

    امریکا به افغانستان ته اضافي ۴۰۰۰ سرتيري واستوي

    © AFP 2017/ Jose Cabezas
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 18 0 0

    پنتاګون په افغانستان کې د امريکائي عسکرو شمير زياتوي، او دغه هېواد ته نږدې ۴ زره اضافي پو ځيان ليږي. دامطلب اسوشيتيد پرس اژانس دامريکا په مشرتابه کې د يوې نامعلومي سرچېنې له قول ورکړی دي.

    داژانس په قول واشنګټن هيله لري چې د اسيا ددغه هېواد حالت له سکون څخه د حرکت په لور وخوځوي. داژانس سرچېنه وائي چې د پنتاګون دغه پرېکړه به په راتلونکې اونۍ کې په رسمي توګه اعلان شي.د سي شنبي په ورځ معلومه شوه چې د امريکا متحد ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنتاګون مشر جیمز ماټیس ته واک ورکړ چې په افغانستان کې دامريکائي عسکرو شمير کره کړي. د اسوشيتيد پرس اژانس د خبر سره سم، دپنتاګون مشر پرېکړه کړي ده، چې په افغانستن کې د «اسلامي دولت » د ترهګرۍ ډلې پر وړاندې دمبارزي په موخه د ځپلو عسکرو شمير په دغه هېواد کې زیات کړي. دغه ۴ زره اضافي سرتيري به افغان پو ځيانو ته روزنه ورکوي. خويو شمير نور پوځيان به په جنګې عملياتو کې برخه اخلي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی