په ژوندی پڼه خپرونه
    د داعش مشران د موصل او رقه نه د سوریې المیدین ته په تېښته کې دي

    د داعش مشران د موصل او رقه نه د سوریې المیدین ته په تېښته کې دي

    © REUTERS/ Ismail Zitouny
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 93 0 0

    دداعش د تروریستي ډلې چې په روسیه کې پر فعالیت یې بندیز لګیدلی دی، ډیری مشران چې د نړیوالې ټولوالې تر برید لاندې راغلي، د سوریې د رقه او د عراق د موصل ښارونو نه د سوریې المیدین ښار ته تښتېدلي دي. په دې هکله خبر د اسوشیتید پرس آژانس په امریکا او سوریه کې د سرچینې په حواله ورکړی دی.

    د آژانس د معلوماتو له مخې، د ترهګرو مشران د دیر ایزور ولایت کې المیدین ښار ته څیرمه، چې د عراق سره په پوله کې د فرات د سیند په غاړه پروت دی، ځای پر ځای شوي دي.

    د موصل د ښار چې د داعش د ډلې مرکز دی، د آزادولو په موخه جګړه د امریکا په مشرۍ او د ڼړیوالې ټلوالې په ملاتړ د ۲۰۱۶ ز- ل کال د اکتوبر د میاشتې را په دیخوا روانه ده، عراقي پوځیانو په لومړیو کې د ښار ختیزې سیمې آزادې کړې او اوس د ښار د لویدیزې سیمې د آزادولو په عملیاتو بوخت دي.

    د رقه ښار د کنترول چارې د ۲۰۱۳ ز- ل کال را په دیخوا دداعش تروریستي ډلې په لاس کې دي. د امریکا په مشرۍ نړیوالۍ ټلوالې په ۲۰۱۶ ز- ل کال کې ددغه ښار د ازادولو په موخه د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ، د ښار په څنډو کې د څو میاشتو راهیسې جګړې روانې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی