په ژوندی پڼه خپرونه
    داعش بې مشره شو. په منځني ختیځ کې د نوې لوبې پیل

    د البغدادي له منځه وړل به «اسلامي دولت» کمزوری کړي

    © AP Photo/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 213 0 0

    د "اسلامي دولت" تروریستي ډلې مشر ابراهيم ابو بکر البغدادي له منځه وړل به دغه سازمان کمزوری کړي خو دابه دترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د کسر لاعامل نه سي.

    دامطلب دروسي د فدراسينون شورا« مشرانو جرګه» د بهرنیو اړېکو د کميټي مرستيال اندرې کليموف ريانووستي اژانس ته څرګند کړی دي. مخکې، د روسیې د دفاع وزارت راپور کې ويل شوي وه چې البغدادي د مي پر ۲۸ شپه د رقه په جنوبې څنډو کې دروسيي د هوائي —فضائي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی دي. په دې اړه معلومات کره کيږي. « د مشر له منځه وړل به د «اسلامي دولت» دريځ کمزوری کړي، خو زما په اند هر څه به د ترهګرو سره په جګړي پوري تړاو ولري او دابه تيروتنه وي» — دامطلب کليموف څرګند کړ. سناتور ټينګار وکړ، چې د «اسلامي دولت» هسته ناڅرګنده ده، دغه سازمان د سوریې، لیبیا او جنوب ختیځی آسیا د هيوادونو په ګډون په نورو ډيرو هېوادونو کې فعاليت کوي. «که چيري د «اسلامي دولت» د مشر وژل کيدل تائيد شي، دابه زموږ د هوائي او فضائي ځواکونو برياليتوب وي. خو دا ددې معنا نه ورکوي چې پوځي عمليات بند کړو او مخ ترې وګرځو». — دامطلب کليموف څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی