په ژوندی پڼه خپرونه
    Civil and military authorities inspect the construction of a border wall between Turkey and Syria near the Mursitpinar border gate in Suruc, bordering with the northern Syrian town of Kobani, in southeastern Sanliurfa province, Turkey, August 29, 2016

    ترکیه د ايران سره په پوله ديوال جوړوي

    © REUTERS/ Kadir Celikcan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 248 0 0

    د سورئي د عربي جمهوريت سره د 700 کیلومتره په اوږدوالې د ديوال کار تمام شو ،اوس ترکيه پلان لري د ايران سره هم په پوله ديوال جوړ کړي.

    دغه ديوال 144 کيلومتره اوږدوالی لري. دترکيي دچارواکو په وينا دغه ديوال به په کانګريتي دول جوړيږي. تر څو دترهګرو دنفوذ مخنیوی وکړي. د ترکيي د د فاع وزير فکري ايشيک وائي دغه ديوال به د 3 مترو په جګوالې جوړيږي.او دسورئي سره دديوال په ډول به وي: لوړ، اوږد، کانکریټي او دڅارني په الاتو به سنبال وي. د مليت ورځپاڼې په وینا چې دايران د پولې سره د ديوال جوړول ديوې اړتيا له مخې جوړيږي څو په ترکیه کې د کردستان د کارګر ګوند (PKK) د ترهګرو د نفوذ سره مبارزه وکړي.د ترکيي د استخباراتو په وينا د ماکو، دمبات، ناور، قوتر، کينريش اوشاهدانو کې PKK د 800 تر 0001 تنو پورې غړي لري چې په ترکیه کې ترهګري بر يدونه ترسره کوي.او بيا بيرته ايران ته ځي. د ترکيي د دفاع وزير د ديوال دجوړولو دپروژې په اړه تبصره وکړه اووائي چې دغه اقدام د ايران پر ضد نه دی شوی بلکې په سيمه کې داړتيا له مخې او په پوله کې د خلګو د ډاډمن خونديتوب په موخه تر سره کیږي. د آناتوليا اژانس د هيواد دلوی ساختمانی شرکت TOKİ دمشر ايرغون توران له قوله وائي چې د 2017 کال دمی په مياشت کې ئي اعلان وکړ، چې له ايران سره په پوله د 144 کيلومتره په اوږدوالي د ديوال دجوړولو داوطلبی پای ته رسيدلي ده. «ساختماني چارې به په پنخو مرحلو کې اجراکيږي. اوس مهال موږ داوطلبي بشپړه کړه. او دساختماني کار پیل ته چمتوالی نيسو، په پلان کې ده چې د جوړولو لومړی پړاو په اکتوبر کې بشپړه شي. په ديوال کې به 15 دکنترول او څارني برجونه جوړسي،او په ځانګړو کړکيو به سنبال سي. دیوال د لوړ ثبات ددرلودلو له کبله به له مشخصو بلاکونه جوړ شي چې په اختياري دول کيدای سي سره جلاسي. بودجه ئي ددولت له خوا تموليږي» — دامطلب نوموړې څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی