په ژوندی پڼه خپرونه
    Painted portrait of Abu Bakr al Baghdadi

    د روسيي د دفاع وزارت د البغدادي دمرګ دځای عکس خپور کړ

    © Flickr/ Thierry Ehrmann
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1228 0 0

    دروسيي د دفاع وزارت هغه فوتو کنترول خپور کړی دي چې د روسيي هوائي-فضائي ځواکونو د می پر ۲۸ دسورئي د رقه په څنډو کې هوائي ګوزارونه وکړل.

    چيري چې د «اسلامي دولت» دمشرانو غونډه روانه وه. دغه انځور ددې شاهدي ورکوي چې د «اسلامي دولت» د قوماندي محل له منځه وړل کیږي. په لومړی انځور کې چې د می په ۱۳ اخستل شوی ليدل کيږي چې دروسيي هوائي- فضائي ځواکونه، څلور ودانۍ چې دترهګرو د قوماندي مرکزونه دي پلان شوی ګوزارونه ورکول کيږي. هغه انځور چې د می په ۲۸ اخستل شوی دي یوه نابرابره سطحه ليدل کيږي او ددې شاهدي ورکوي چې دهوائي ګوزار له امله نباتات په بشپړه توګه له منځه تللي دي. مخکې دروسيي د دفاع وزارت راپور ورکړی و، چې دروسيي هوائي- فضائي ځواکونو دمی په ۲۸ د سورئي د رقه په حنوبي برخوکې د «اسلامي دولت» د قوماندي محل، بمباري کړي دي چې په پائيله کې ددغه ترورستي سازمان مشر ابوبکر البغدادی هم وژل شوی دي. دا حقیقت چې هغه په دې کتنه کې و په اړه معلومات، چک کيږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی