په ژوندی پڼه خپرونه
    د داعش تروریستي ‌‌‌‌‌‌ډلي مشر البغدادي څوک دي؟

    د داعش تروریستي ‌‌‌‌‌‌ډلي مشر البغدادي څوک دي؟

    © AP Photo
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 131602

    د روسيي د دفاع وزارت راپور ور کړی وو، چې د می په ٢٨ د رقه ښار په ختیځو سیمو کې، د روسيي د هوایی ځواکونو د برید په پایله کې البغدادي وژل شوې.

    په دي برید کې د ٣٠٠ څخه زیات د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلي وسله وال د یو شمیر مشرانو په ګډون وژل شوي دي. د وژل شوو کسانو په منځ کې د اسلامپالو د «امنيتي خدمتونو» مشر سلیمان الشیخ او د رقه ښار امیر ابو الحاجي المصری هم وو.

    د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلي مشر په بغداد کې زیږیدلې. دا چې په حقیقت کې د هغه نوم البغدادي دی او که مستعار نوم دی، معلومه نه ده. د تروریست د ځوانی په اړه لږ معلومات موجود دي. هغه د تهران په اسلامی پوهنتون کې زده کړي او ماستری یې تر لاسه کړي، ‌‌‌‌‌‌ډير غریبانه ژوند يي درلود او یوه کوچنۍ کوټه يي په کرایه نیولي وه.

    د ترهګر پخوانی ټولګیوال The Daily Telegraph سره په مرکه کې وویل، چې البغدادي مودب او ساعتیري سړی وو، تاوتریخوالي يي خوښ نه وو، فوټبال لوبه يي کوله، میلي او د شپي محفیلونه به يي خوښول او تللو به.

    کله چې امریکا پر عراق یرغل وکړ، هغه په یو جومات کې امام وو، خو په چټکي سره يي نظر بدل شو او سخت دریځه شو. د اسلامپالو سره یوځای شو او د «القاعده» د عراق د څانګې مشر وټاکل شو. نوموړي د امریکایانو لخوا ونیول شو او څلور کاله بندی وو. په دی موده کې په منځنې ختیځ کې د القاعده اصلي مشران ووژل شول. په رهبري که کمبود پيدا شو، چې البغدادي د موقع څخه په ګټه اخستلو خپل ځان رهبر معرفی کړ.

    د ٢٠١٣ کال په پسرلي کې د البغدادي سازمان په رسمي توګه د داعش په نوم شهرت پيدا کړ او په ورته وخت کې د سوریی په کورنې جګړه کې يې کډون پيل کړ. په رسمې توګه اوس هم دا ‌‌‌‌‌‌ډله د القاعده يو برخه ده. البغدادي خپلواکه فعالیتونه کول او د هیڅ چا سره يي په خپلو کړنو کې همغږې نه کوله. د ۲۰۱۴ کال د فبروری په میاشت کې د القاعده مرکزی مشرتابه اعلان وکړ چې د داعش څخه ملاتړ نه کوې او په سوریه کې خپلی رسمي څانګی يي په بل نوم «جبهه النصره» یادي کړی.

    د کال په اوږدو کې داعش د عراق د شمال زیاتره برخه او د سوريي ځيني سیمي د خپل کنټرول لاندي راوستي. د خپلی ‌‌‌‌‌‌ډلي پایتخت رقه ښار او البغدادي  يي د خلیفه ابراهیم په نوم اعلان کړ. برسیره پر دی هغه ادعا وکړه چې د حضرت محمد ورثه دي. له دی وروسته د نړۍ ټول افراطي ‌‌‌‌‌‌جهادي سازمانونه د البغدادي سره یوځای شول او اقتصادی امپراتوري يي جوړه کړه، چې خپل عواید يې نه یوازی د غلا له لاری بلکه د تیلو د سوداګرۍ له لاری لاسته راوړي.

    د داعش د مشر د مرګ راپورونه په وار وار خپاره شوی، خو وروسته معلومیږې چی البغدادي ژوندی وی. پدي توګه، په ۲۰۱۵ کال کې «العربیه» او «د ګارډین» او په ۲۰۱۶ کال کې د «Press TV» او «Al Sumaria» د هغه د مرګ راپور خپور کړي وو.

    اړیکه ټینګوونکی:

    سپيني ماڼۍ د البغدادي د منځه وړلو په هکله نوی معلومات نه دی ترلاسه کړي
    د روسيي د دفاع وزارت د البغدادي دمرګ دځای عکس خپور کړ
    د البغدادي له منځه وړل به «اسلامي دولت» کمزوری کړي
    په سوریه کی د داعش مشر ابوبکر البغدادي له منځه وړل شوی
    د البغدادي د مخه ښۍ وینا په تړاو د یوه ایراني کارپوه نظر: «د داعشي ایډیالوژۍ د رېښو ایستل دومره اسان هم نه دي»
    د سوریې جمهور رییس بشار اسد د سپوتنیک سره په مرکه کی د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د نیولوکیدو خبرونه دروغ وبلل
    دعراق کارپوه: البغدادي سخت ټپي شوی دی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی