په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین به په استانه کې د پاکستان لومړي وزیر سره وګوري

    پوتين دامريکا لخوا د سورئي تړون د ردولو په اړه خبري وکړي

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    15810

    روسيه او د امريکا متحده ايالات د پخواني ولسمشر بارک اوباما دواکمنۍ په وخت کې په سوريه کې هوکړي ته نږدې شوي وو. خو په ورستيو شيبو کې امريکائيانو له همکارۍ څخه ډډه وکړه.

    دامطلب دروسي ولسمشر ولاديمير پوتين د رژیسور اولیور سټون سره په مرکه کې څرګند کړ. « تاسو پوهيږي موږ په حقیقت کې داوباما له ادارې سره په ګډه کارکړی اويو تړون ته سره رسيدلی و». دامطلب ريانووستي اژانس ورکړی دي. دروسيي ولسمشر وائي دابحث دهمغږۍ موضوع اړونده وه چې دروسيي دهوائي الوتنود خونديتوب سره تړاو لري. موږ نور مخ ته و نه خوځېدو موږ غوښتل پر ګډو کړنو يوې موافقي ته سره ورسيږو. زموږ فرضيه داسي وه چې دترهکرو دموقعيت په ټاکلوکې ددوی اوخپل معلومات سره شريک او همغږي کړو. زه باور لرم چې موږ بايد دښمن تعر يف کړی واي اوپه وړاندې ئې جنګيدلي واي. موږ به په يوه ګډ ګوزار موافقه کړي واي»- دامطلب دهيواد مشر څرګند کړ. د پوتین په وینا، « هيواد دې ټړون ته درسېدو دپاره ډير نږدې شوي وه». « خو په ورستيو شيبو کې زما په فکر د ځينو سياسي لاعاملونو له مخې زموږ امريکائي همکارانو دغه پروژه پريښودله». مخکې، پوتین په سوریه کې د سوله ییز حل د بهیر په تړاو خپل نيت اعلان کړی و.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی