په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکايي جنرال په افغانستان کې د امریکا کمپاین د «بشپړذلت»  په نامه ياد کړ

    امریکايي جنرال په افغانستان کې د امریکا کمپاین د «بشپړذلت» په نامه ياد کړ

    © AFP 2017/ Mannie Garcia
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 102 0 0

    دامريکا دپوځ دلوی درستيز پخوانی مرستيال جنرال جک کين په افغانستان کې د امریکا پوځي کمپاین د « بشپړه شرم » په نامه ياد کړ .

    «موږ ۱۶ کاله په دې جګړه کې ښکيل يو اوداحقيقت دي چې موږ تر اوسه پورې دخپل کمپاين دپاره مثبت بدلون نه دی ترلاسه کړی.- بشپړ رسوايي »- دامطلب جنرال د «فاکس نيوز» ورځپاڼې سره په مرکه کې څرګند کړی دي. کين درسنيو دمعلوماتو له مخې د پنتاګون دوروستي پلان په اړه چې افغانستان ته نور ۴ زره اضافي سرتيري ليږي تبصره کړی. نوموړي جنرال وويل، چې دا ګام ګټور دی ، خو د امریکا په ګټه به د قدرت انډول بدل نه کړي. دغه زوړ امريکائي جنرال وائي د سیمه ییزو مقابلې د ګټلو دپاره پنتاګون بايد د خپلو پوخيانو شمير 10-20 زره تنه زيات کړي. مخکې راپور ورکړل شوی وو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنتاګون مشر جیمز ماټیس ته واک ورکړی چې په افغانستان کې د امریکا د وسلوالو ځواکونو شمير وتاکي. اوس په دغه هېواد کې ۸،۴ زره امريکائي عسکر ميشت دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی