په ژوندی پڼه خپرونه
    په F-18 الوتکه کی د اکسیجن د سیستم خرابي د پیلوټانو د مړینې سبب ګرزیدلې

    په F-18 الوتکه کی د اکسیجن د سیستم خرابي د پیلوټانو د مړینې سبب ګرزیدلې

    © REUTERS/ Baz Ratner
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 111 0 0

    څلور امریکايي پیلوټان د F/A-18 ښکاري – بمبارد الوتکې د اکسیجن د سیستم وسایلو د خرابي په اثر مړه شوي دي. په دې هکله CNN د امریکا د هوايي ځواکونو د څیړنو د نتیجو په حواله خبر ورکړی.

    څیړنه د مارچ په میاشت کی، وروسته تر هغو پیل شوې وه کله چی په سلګونو پیلوټانو په تمریني — تعلیمی T-45 الوتکه کی چی په هغو کی ورته ستونزې لیدل کیدې، له الوتلو ډه ډه کړې وه.
    د F/A-18 سمندري ښکاري — بمبارد الوتکې پیلوټانو چی د امریکا د سمندري هوايي ځواکونو بنسټ تشکیلیوي، په منظمه توګه د خرابیو په هکله خبر ورکاوه. په ۲۰۱۶ کال کی ۱۱۴ شکایتونه او په ۲۰۱۷ کال کی ۵۲ شکایتونه ثبت شوي دي.
    د ادمیرال مایکل موران په خبره، د چټلې هوا د رسولو او د اکسیجن د تولید د سیستم د خرابۍ له کبله په پیلوټانو کی د سر ګرزیدو او بې خوده کیدو ستونزې ثبت شوې وې. د لسو کلونو په بهیر کی څلور پیلوټان مړه شوي چی ورته نښې نښانی پکی لیدل شوې وې، خو د مړینې دقیق علت محرم پاته شوی دی.
    ویل شوي چی د ډیرې نوې F-35 جنګی الوتکې د پیلوټانو له لوري د هوا د سیستم د ستونزې په هکله لږ ترلږه پنځه شکایتونه رسیدلي دي.
    دا چی د الوتکو د اکسیجن په سیستم کی ستونزه له څه شي سره تړلې، تر اوسه نه ده معلومه شوې.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی