په ژوندی پڼه خپرونه
    CNN Center

    په اتلانتا کې د سی ان ان د اطلاعاتو د پالیسۍ پر ضد لاريون ترسره سو(ويډو)

    CC BY 2.0 / red, white, and black eyes forever / CNN Center
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    د سي ان ان د معلوماتې پالیسۍ او نورو امریکا ئي سترو رسنیو په وړاندې چې دولسمشر ډونالد ترمپ فعاليتونه منعکسوي د شنبي په ورځ په اتلانتا کې د ټلویزیوني چینل د مرکزي دفتر په مخ کې اعتراضي مظاهره وشوه.

    دغه عمل دوطنپالو داصلي کوڅې تر نامه لاندې تنظيم شوی وه. د Breitbart.com پارتال خبر ورکوي، د غوندې برخه وال په دې موخه راټول شوي وه چې د دې چینل او نورو مهمو رسنیو د "جعلي" خبرونو پر ضد خبرې وکړي. په دې غونډه کې د اعتراض کوونکو يوه تنظمونکې ډبي داولي Debbie Dowley وويل چې دټرمپ پلويان بايد دانګيزي له امله ددولت دمشر ملاتړ وکړي ترڅو دغه خلګ دده پرضد فعاليت ونه کړي، دهغې همکاري کريس کاکس CNN او نورې رسنۍ تورنې کړي چې «هره ورځ ژورنالستي بې کفايتي ښيئ». د مظاهره کوونکو د شمېر په اړه راپور نشته. خو Breitbart.com يو انځور خپور کړی چې يوه نجلي په خپل اشتهار پاڼه کې ليکلي وه « CNN — تاسو خپل درواغ بند کړي خو يوبل بيا دټرمپ په ملاتړ بيرغ اوچت کړی و. تراوسه CNN په دې اړه څه نه دي ویلي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی