په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: شمالي کوریا په سوریه کی د امریکا فعالیتونه د دولتی تروریزم څرګند عمل ګڼي

    رسنۍ: شمالي کوریا په سوریه کی د امریکا فعالیتونه د دولتی تروریزم څرګند عمل ګڼي

    © Sputnik/ Maria Frolova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    د «Rodong Sinmun» ورځپاڼه لیکي، واشنګټن غواړي د نژدې ختیځ ټوله سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي.

    په سوریه کی د امریکا فعالیتونه «د هرې ورځې په تیریدو لاډیره غوصه راپاروونکی خصوصیت غوره کوي». دا ټکی د د کوریا د مرکزي تیلګراف آژانس په تبصره کی ذکر شوی چی د «Rodong Sinmun» په مرکزي ورځپاڼه کی خپره شوې ده.
    په هغې کی ویل شوي، چی د امریکا له خوا د سوریې د خاورې بمباري، له هغې جملې له کړکیچ څخه په خلاصو سیمو کی « باید د دولتی تروریزم د څرګند عمل په توګه وڅیړل شي چی هدف یې د سوریې د عربي جمهوریت د قانوني حکومت راپرزول او د واشنګټن د تابع رژیم واک ته رسول دي».
    د تبصرې مولفین عقیده لري:« د تروریستي ضد عملیاتو په پلمه د دې ډول لمسوونکې ستراتیژۍ په تحقق سره، امریکا غواړي د نژدې ختیځ ټوله سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي».
    په تبصره کی ویل شوي، د امریکا له خوا د سوریې او عراق بمباری « د ملکی وګړو په منځ کی د زیات شمیر تلفاتو سبب ګرزي او دا ډول عملونه ثابتوي چی امریکا د نړیوالې سولې او امنیت د ویجاړولو اساسي مسوولیت پرغاړه لري».
    په داسې شرایطو کی د هیواد د دفاعي قابلیت د ټینګولو په غرض د اقدامونو د نیولو په اړوند د شمالي کوریا پریکړه «کاملاً برحق او عادلانه ده». د کوریا د مرکزي تیلګراف آژانس څرګندوي، د ولسي جمهوریت ولس او اردو به «بیا هم په زیاته چټکی د مخنیوي ذروی ځواکونو ته په کمې او کیفي لحاظ انکشاف ورکړي، تر څو د امریکا له لمسوونکو فعالیتونو سره په اغیزمنه توګه مقابله وکړي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی