په ژوندی پڼه خپرونه
     پوځيانو د موصل په زاړه ښار کې عمليات پيل کړل

    پوځيانو د موصل په زاړه ښار کې عمليات پيل کړل

    © REUTERS/ Thaier Al-Sudani
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    دعراق پوځ د موصل په زاړه ښار کې عمليات پیل کړل چې تر دمه د «اسلامي دولت» د ترهګرۍ ډلې په کنترول کې دي.

    دامطلب فرانسپرس اژانس د پوځي سرچېنو له قوله ورکړی دي. د عراق وسله والو ځواکونو د پنجشنبي په ورځ د موصل دزاړه ښار لومړۍ ناحيه د «اسلامي دولت» دوسله والوڅخه ازاده کړه. " ملي اردو، د تروریزم ضد ځواکونو او فدرالي پوليسو په زاړه ښار کې تعرضي عمليات پیل کړل" دامطلب دیکشنبي په ورځ د موصل دعملياتو قوماندان عبد امير يارالله څرګند کړ. د موصل زوړ ښار د «اسلامي دولت » د ترهګرو قوي مرکز و،داپه عراق کې دوهم لوی ښار دي. د منځنيوپيړيو په دغه سيمو کې پوځي عملیات ستونزمن دي. دغه سيمه تنګې او پيچلي کوڅې لري چې سور ئي ۲-۳ متره دي. د می په ورستيو کې دعراق پوځيانو دښار په لويديځه برخه کې چې د ترهګرو تر ولکې لاندې وي په ورستيو سيمو کې قاطع بريد تر سره کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی