په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کې کانګرس وړاندیزکړی چې له روسیې څخه د ساتنې په موخه د ناټو د سایبر ستراتیژي تعديل سي

    په امریکا کې کانګرس وړاندیزکړی چې له روسیې څخه د ساتنې په موخه د ناټو د سایبر ستراتیژي تعديل سي

    CC BY 2.0 / Jason Ippolito / US Capital
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 57 0 0

    دامريکا کانګرس نيت لري چې د ناټو سایبري ستراتيژي ته بدلون ورکړي چې د ناتو غړي هېوادونه د روسيي د احتمالي ګواښونو څخه وساتي.

    اړونده قانوني طرح د کتنې لپاره ددموکرات لوئیس کوریا لخوا وړاندې شوی ده. دغه نوښت سپارښتنه کوي چې د روسیې په برخه کې "د هوا، ځمکې او يا د درياب د بريدونو د مخنيوي" لپاره دشبکې لخوا بريدونه تر سره سي. خو داچې د څه ډول ګواښونو په اړه خبري کيږي په متن کې واضیح شوي نه دي.
    « دامريکا متحده ايالاتو دمهمو ګټو څخه- د ناټو دهېوادونو د تعرضي او مدافعوي سایبري امکاناتو پياوړتيا ده. ترڅو دروسيي د سایبري بريدونو ، عملياتو، او دروسي د نفوذ د خپراوي دمخنیوي لپاره استفاده وشي». لکه چې RT د پير مرکز مشاور اوليګ ديمدوف له خولي وائي «نوې سايبر ستراتيژي داسې طرح شوي چې د دښمن پوځي تخنيک له منځه يوسي. او دشبکې د عملياتو په مرسته پوځيانو ته اجازه ورکوي چې د جګړې په نورو تياترونو کې د خپلو احتمالي مخالفينو پر وړاندې د زور څخه د استفادې خبرداری ورکوي".

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی