په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چی له کوبا سره په اړیکو کی کبرجنه بڼه لرلید نه لري

    روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چی له کوبا سره په اړیکو کی کبرجنه بڼه لرلید نه لري

    © AP Photo/ Dmitry Lovetsky
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42 0 0

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له کوبا سره د اړیکو له عادي کولو څخه د لاس اخیستو په هکله د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ پر پریکړه رسماً تبصره کړې ده.

    لکه چی د دغه وزارت په سایت کی اشاره شوې، د ترامپ پریکړه نړۍ د سړې جګړې لهجې ته راګرزوي.
    په خبر کی اشاره شوې:« د کوبا په اړوند د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ نوې اعلان شوې تګ لاره موږ همدا اوس د سړې جګړې په بڼه طرحه شوې لهجی ته راګرزوي. دې ډول چلند د لس ګونو کلونو په ترځ کی د امریکا او کوبا اړیکې مشخصولې. کله چی د واشنګټن پخوانی ادارې په دغه تګ لاره کی چی د دغه ټاپو په اړوند عملي کیده، د پام وړ بدلون راوست، موږ په پوره بنسټ اټکل کاوه چی دا دومره د ځانګړو سیاستوالو د ښه نیت څرګندونه نه، څومره چی د تحمیل د سیاست او د دغه آزاد دولت پرخلاف د بندیزونو د سیاست انعکاس دی».
    د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په نظر، له کوبا سره په کبرجنه بڼه د چارو پرمخ بیول لرلید نه لري او روسیه له خپل لوري له کوبا سره پیوستون څرګندوي.
    په اعلامیه کی ویل شوي:« موږ — د مقاطعو، محاصرو، بندیزونو او بیلوونکو کرښو مخالف یو. موږ — د دیالوګ، همکاری او پلونو جوړولو، له تحمیل پرته معاشرت او له بهر څخه د خپلواک دولت په کورنیو چارو کی د نه لاس وهنې پلوي یو».
    د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړې توګه یادونه کړې چی د هیوادونو بشپړ اکثریت د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د محاصرې ضد پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړې چی د دې موضوع په هکله د نړیوالې ټولنې دریځ منعکسوي.
    دمخه د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ په میامي کی د وینا په ترځ کی له کوبا سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کی د پخوانۍ ادارې له سیاست څخه د لاس اخیستو په هکله اعلان کړی وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی