په ژوندی پڼه خپرونه
    پیونګ یانګ د امریکا استخباراتي ادارې د دیپلوماتیکې پستې په غلا تورنې کړې دي

    پیونګ یانګ د امریکا استخباراتي ادارې د دیپلوماتیکې پستې په غلا تورنې کړې دي

    © Flickr/ (stephan)
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 34 0 0

    پیونګ یانګ د امریکا استخباراتي ادارې او امنیتي ارګانونه د شمالي کوریا د پلاوي چی له نیویارک څخه وطن ته الوتنه کوله، د دیپلوماتیکې پستې په غلا تورنې کړي دي. په دې هکله د کوریا د مرکزي تیلګراف آژانس خبر ورکړی.

    آژانس د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت د استازي اعلامیه داسې نقلوي:« د جون په ۱۶ نیټه په نیویارک کی داسې پیښه رامنځ ته شوه چی د هغو په ترځ کی زموږ پلاوی چی د معلولینو د حقوقو په هکله د کنوانسیون د غړو هیوادونو له غونډې بیرته راستنیده، د جان کینیډې په نامه په هوايی ډګر کی د امریکا د لمسوونکو، غیرقانوني او له دښمنۍ ډکو عملونو په نتیجه کی دیپلوماتیکه پسته غلاشوی ده.
    د اعلامیې سره سم، په هوايي ډګر کی د شلو په شاوخوا کی امریکايی پولیس او امنیتي ماموران پلاوي ته راغلل. د شمالي کوریا استازو د پستې له ورکولو ډه ډه کوله، خو پولیسو په زور هغه له دوی څخه واخیسته.
    د بهرنیو چارو وزارت دا پیښه « د حاکمیت د حق ترپښولاندې کولو او قصدی لمسوونکی عمل بللی» او دا ډول عملونه یې په غوڅه محکوم کړي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی