په ژوندی پڼه خپرونه
    Португалии

    د پرتګال د اورلګېدنې د قربانیانو شمېره ۶۲ تنو ته ورسيده

    © AFP 2017/ Patricia De Melo Moreira
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 45 0 0

    د پرتګال د لیریا په ځنګل کې داور لګيدنې له امله لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي. دامطلب ريانووستي اژانس د ځائي ورځپاڼې «عامه» له قوله ورکړی دي.

    دورځپاڼې په قول ۳۰ تنه هغه وخت ووژل شول چې له سيمي څخه ئې دوتلو هڅه کوله. د هغوی جسدونه په موټر کې موندل شوي دي. په دغه پيښه کې دروسيي اتباعو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نشته. دامطلب په پرتګال کې دروسي سفارت مطبوعاتي اتشه الکسندر بريانڅف څرګند کړی دي. ده زياته کړه چې دوی دپرتګالي چارواکو سره اړېکې لري. اورلګېدنه دشنبي په ماسپښين د لیزبون په 190 کيلومترۍد پيدراګان ګراند کلي سره نږدې پيل شوه. داور سره مقابله تراوسه ناشونې ده. که څه هم داور دوژلو دپاره په سلګونه کسان ګمارل شوي دي خو دګرمي اوباد له کبله حالت پیچلې دي. د پرتګال لومړی وزير انتونيو کوستا ويلي دي چې اوس دده اصلي دنده اور وژنه او دقربانيانو دکورنيو سره مرسته کول دي. ديادونې وړ ده چې اورلګيدنه د تاندر يارعد تر ضربي وروسته رامنځته شوی ده. ګاونډي اسپانيا پرتګال ته داوروژنې دپاره دوې الوتکې ليږلې دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی