په ژوندی پڼه خپرونه
    د فېلېپېن پلاوی به ډیر ژر د روسیې سره دوسلو درانيولو په اړه خبري اترې وکړي

    د فېلېپېن پلاوی به ډیر ژر د روسیې سره دوسلو درانيولو په اړه خبري اترې وکړي

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42 0 0

    په نږدې راتلونکي کې به د فلیپین پلاوي روسیې ته سفر وکړي او هغه هېواد ته دوسلو درسولو پرسر به دروسيي چارواکو سره خبري اتري تر سره کړي.دامطلب په روسيي کې د فليپین سفیر کارلوس سرريتا د ريانووستي اژانس سره په مرکه کې څرګند کړ.

    .«دروسيي ولسمشر ولاديمير پوتين او دفليپين ولسمشر رودریگو دوترته دروسيي څخه دوسلو داخستلو په اړه خبري کړي دي ترڅو په فليپین کې دترهګرو د ځپلو او په ځانګړې توګه د «اسلامي دولت» سره دمبارزي په موخه ترې استفاده وشي. نو له دې کبله زموږ رسمي استازي روسيي ته سفر کوي. چې د فدرالي امنیتي خدمتونو د استازو او ددې ترڅنګ ، د پوځي-تخنیکي همکارۍ د خدمتونو د فدرالي اداري (FSMTC) او اکسپورت سره خبري اتري تر سره کړي».- دامطلب دفليپین سفير کارلوس سرريتا څرګند کړ. تر اوسه پورې، د روسیې (شوروي اتحاد) او فلپین تر منځ په پوځي-تخنیکي همکارۍ برخه کې قرارداد موجوړ نه وو. له بلې خوا، د فېلېپېن وسله والو ځواکونو کې د وسلو د تدارکاتو داړتيا دپوره کولو دپاره په پوځي-تخنیکي همکاریو کې یو سنتي ملګری — د امريکا متحده ايالات وو. خو اوس دامريکا متحد ايالاتو له خوا شرایط ستونزمن شوي دي. دروسيي د رسنيو سره په مرکه کې د فليپين ولسمشر مخکې ويلي وه ولې د هغه هېواد غواړي وسلې تر لاسه کړي.د دوترته په وينا« کله چې روسيه وسلې پلورې هغه خپل شرطونه نه ايږدي» خو دامريکا متحده ايالاتونه د دآدول روش څخه کار نه اخلي.او خامخا شرطونه ايږدي — دامطلب دوترته څرګند کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی