په ژوندی پڼه خپرونه
    د لندن په لوړ پوړې ودانۍ کې داور لګېدنې له امله ۷۹ تنه ترې تم دي

    د لندن په لوړ پوړې ودانۍ کې داور لګېدنې له امله ۷۹ تنه ترې تم دي

    © AP Photo/ Matt Dunham
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26 0 0

    دلندن په لويديځ کې په يوې لوړپوړې ودانۍ کې داور دلګېدو له امله ۷۹ تنه ورک دي. دامطلب فرانسپرس اژانس دښاري پوليسو دمشر استوارت کندی له قوله ورکړی دي.

    تر دې مخکې د ۵۸ تنو د ترې تم کېدو راپور ورکړ شوی وو. « تر نن سهاره پورې، زه بايد ووايم چې اوس ۷۹ کسان دي چې موږ باورلرو يا وژل شوي اوياهم ورک شوي دي. او زه له بده مرغه بايد ووايم چې هغوی مړه شوي دي».- دامطلب اژانس د کندي له قوله ورکړی دي. داستوکني ۲۴ پوړيزه ودانۍ چې دلندن په خوندې سيمه کې پرته وه د چهارشنبي په شپه اور ولګيد. چې په پائيله کې لږ ترلږه ۳۰ تنه په کې ووژل شول(رسنۍ د ۷۰ تنو دوژلو راپور ورکړی دي) او ۲۴ ټپيان شول چې اوس په روغتون کې دي. چې په ټپيانو کې د ۱۲ حالت نازک ښودل شوی دي. داوروژنې د معلوماتو له مخې ښائي ۱۲۰ کورنۍ داور له امله اغيزمن شوي وي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی