په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسيي د اضطراري حالاتو وزیر پرتګال ته داور وژنې دمرستي وړاندیز وکړ

    د روسيي د اضطراري حالاتو وزیر پرتګال ته داور وژنې دمرستي وړاندیز وکړ

    © AFP 2017/ Patricia De Melo Moreira
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26 0 0

    دروسيي د بيړنيو چارووزير ولاديمير پوچکوف په تلګرام کې خپل پرتګالي سيال اوربانو –دی سوزه ته داور وژنې په اړه دمرستي وړانديز کړی دي.

    په دغه طبیعي افت کې تر ۶۰ زيات کسان وژل شوي دي. « دروسيي د بيړنيو حالاتو په استازيتوب په پرتګال کې داورلګېدنې له امله خپله خواخوږي څرګندوم. دروسيي بيړنې ځواکونه چمتو دي چې داور په وژلو کې مرسته وکړي»-دامطلب دوزارت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلی دي. د پرتګال په مرکزي سيمه کې داور لګېدنې په پائيله کې دځائي چارواکو په وينا، ۶۱ کسان وژل شوي اوتر ۶۰ زيات نور کسان ټپيان شوي دي. ترټولو زيات د لیزبون په ۲۰۰ کيلږمتري کې د پيتروګان-ګراند کلې زيات اغيزمن شوی دي. تر دې مخکې دروسيي ولسمشر ولاديمير پوتين د پرتګال ولسمشر مارسلو ربيلو دې سوسا ته خپله خواخوږۍ څرګنده کړي وه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی