په ژوندی پڼه خپرونه
    روسيه له امريکا سره د پيښو دمخنيوي په ټړاو تفاهم ليک فسخه کوي Su-22 fighter jet at the Syrian Air Force base in Homs province

    روسيه له امريکا سره د پيښو دمخنيوي په ټړاو تفاهم ليک فسخه کوي

    © Sputnik/ Ilya Pitalev © Sputnik/ Iliya Pitalev
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 46 0 0

    دروسيي د دفاع وزارت له متحده ايالاتو سره د جون په ۱۹ امه دسورئي په اسمان کې د پيښو دمخنيوي په تړاو چې کوم تفاهم ليک ددواړو هېوادونو تر منځ موجود و،لغوه کوي.دامطلب دروسيي د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دي.

    دامريکا متحدايالاتو په مشرۍ هوائي ائیتلاف دسورئي په حريم رقه کې دسورئي هوائي الوتکه su-22 وويشتله او ادعا ئي وکړه چې ګواکې سورئي الوتکې SDF ته نږدې بمونه غوځولي دي. خو دمشق وائي چې دسورئي دهوائي ځواک الوتکې د «اسلامي دولت» پرضد ماموريت پر مخ بيائي. « دروسيي ددفاع وزارت د جون له ۱۹ امي په سوریه کې د عملیاتو پر مهال د پېښو د مخنیوي او ډاډمن هوايي چلند د خونديتوب په اړه د همکارۍ تفاهم ليک ودروي.او دامريکا دقوماندانۍ څخه غواړي چې په دې اړه څيړنې ترسره اوپائيله ئې په ډاګه کړي او لازم ګامونه اوچت کړي».- دامطلب د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دي. د تفاهم ياداښت — دامريکا اوروسيي دپوځيانوترمنځ د ۲۰۱۵ کال داکتوبر په مياشت کې په فعاليت پيل وکړ. دغه سند دسورئي په هوائي حريم کې د هوائي چلند د خونديتوب او دناوړه پيښو دمخنیوي په تړاو رامنځته شوی دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی