په ژوندی پڼه خپرونه
    د ترمپ د ۲۰۱۶ کال مالي حساب خپور سو

    امريکا ښائي له پاکستان سره په اړېکو کې له پرېکنده چلند څخه کار واخلي تر څو په طالبانو فشار وارد کړي

    © Sputnik/ Alexey Vitvitsky
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 149 0 0

    د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره کیدای شي پرپاکستان فشار راولي تر څو اسلام اباد د وسله والو په وړاندې چې په افغانستان کې بریدونه تنظميوي هوډمنې مبارزې ته وهڅوي. دامطلب رويترز اژانس دامريکا د نامعلوم چارواکې له قوله ورکړی دي.

    ددغه بې نومه چارواکې په وينا په سپینه ماڼۍ کې همدا اوس په دې جهت کې په يولړ نوښتونو کار کيږي. — د هوائي بريدونو په شمير کې زياتوالی، پرپاکستان مرستي تعليق سي که ورکړل سي ، په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ هیله لري چې له اسلام آباد سره همکارۍ د پراختیا ومومي، ښائي دهغو هېوادونو حالت (ستاتوس) کښته سي چې د ناټو نه بهر دامريکا ملګري دي. دامطلب اژانس ور کړی دي. د دې موضوع وروستۍ پرېکړه تر اوسه نه ده شوي. مخکې راپور ورکړل شوی وو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنتاګون مشر جیمز ماټیس ته واک ورکړی چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر د معلومولو په اړه.معلومات وړاندې کړي.د اسوشيتيد پرس اژانس په خبره په دې اونۍ کې به افغانستان ته د اضافي څلور زرو امريکايي سرتېرو د لېږلو اعلان وشي. اوس په افغانستان کې دامريکائي سرتيرو شمير ۸،۴ زره تنه دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی